د پاکستان لپاره د امریکا سفیر وېلیم تاد ویلي، په کشمیر کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره امریکا د دواړو هېوادونو مذاکراتو کې خپل رول ادا کولی شي. امریکا دغه وړاندیز په داسې حال کې کړی چې هند او پاکستان یو ځلې بیا په کشمیر کې د ډزبندۍ خلاف الزامات لګولي دي. د راپورونو له مخې وړمه ورځ د هندي ځواکونو له لوري دوه تنه پاکستاني عکسر وژل شوي دي، چې په ځوابي برید کې د هندوستان پوځ ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان لپاره د امریکا سفیر ویلیم تاد د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته په خپله وینا کې په پاکستان او هندوستان غږ کړی چې په خپلو منځو کې دې تاوتریخوالی کم کړي. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د هند او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی وو خو هند وايي په دوه اړخیزو مسایلو کې د دریمګړي مداخله نه غواړي.
































