د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر میچ مک کانل وايي، له ټاکنو وروسته به په نظم او ترتیب سره واک ولېږدول شي. د مک کانل په خبره، دې ته له پام پرته چې د نومبر دریمې ټاکنو کې څوک بریالی کېږي د جنورۍ پر ۲۰ به د پروګرام له مخې ولسمشر لوړه کوي. د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې له خبریالانو سره په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې ورځې خبرې له نیوکو سره مخ شوې. ټرمپ د نومبر میاشتې ټاکنو کې د ماتې په حال د واک سوله ییز لېږدولو ژمنه ونه کړه. د سپینې ماڼۍ ویاند کایلي مک اناني وویل، ولسمشر ټرمپ به دداسې ټاکنو پایله ومني چې منصفانه او ازادانه وشي. ډیموکراتانو د ولسمشر ټرمپ څرګندونې استبدادي بللې او خبرداری یې ورکړی چې باید دې برخه کې یې خبرې جدي وګڼل شي. دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې ټرمپ تیره ورځ ټینګار وکړ چې ممکن د ماتې په صورت کې د ټاکنو پایلې ونه مني.
































