د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري کې راکړه ورکړه وغوړوي. د ملي اسمبلۍ رییس اسد قیصر دا خبره پرون د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په کتنه کې کړې ده. تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي وو چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې له مخې به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګه والو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي. د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.
































