د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د اپریل په ۲۵مه نېټه د شي جین پینګ په مشرۍ د اوسني اقتصادي وضعیت او کارونو د څېړنې او تعدیل لپاره یوه ناسته ترسره کړه.
د دې غونډې ګډونوالو وویل، د عمومي منشي په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اقتصادي کارونو بشپړې لارښوونې کړې، مختلفو سیمو او ارګانونو د ستونزو په پاکولو کې همکارۍ کړې او اقتصادي تمایل د ښه کېدو په حال کې دی، د ټولنې باور مخ په لوړېدو دی او باکیفیته پرمختګ ګام په ګام پرمخبیول شوی دی. په عین وخت کې د بهرنیو فشارونو د ډېرېدو له امله د چین اقتصاد د ښه والي بنسټ دې نور کلک شي، اړوند ارګانونه باید په پوره توګه اړوندې لایحې جوړې کړي تر څو اقتصادي کارونه په ښه او ثابت ډول روان وي.































