د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د اپریل په ۲۴مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، هغه ټول خبرونه ناسم او دروغ دي چې ګواکي چین له امریکا سره د اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه خبرې روانې کړې او آن ادعا شوې چې په دې برخه کې به موافقې ته ورسېږي.
هغه وویل چین او امریکا اوسمهال د اقتصاد او سوداګرۍ خبرې اترې نه لري.
نوموړي د چین او امریکا ترمنځ د تعرفو مسئلو په اړه د چین دریځ په ډاګه کړی او ویلي يې دي چې دغه جنجال د امریکا لخوا راپورته شوی.
ده دغه راز ویلي چې چین دا شعار لري چې که واشنګټن د تعرفو زیاتېدو تګلارو ته دوام ورکړي، نو بېجینګ به هم ځوابي اقدامات ونیسي.
دی وايي، که واشنګټن غواړي په دې اړه خبرې وکړي، نو د خبرو پرمخ د بېجینګ دروازه پرانیستې ده، خو دغه ډیالوګ باید د مساواتو، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس ترسره کېږي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د همدې ورځ په ماسپښین کې هم خبریالانو ته وویل، اوس د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو مسایلو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
































