د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر نږدې اوه میلیونه ته ورسېد. همدارنګه له دې ویروس څخه د مړو شمېر څه باندې ۲۰۳زره ته رسېدلی دی. امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې کرونا ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي او ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته دي. له امریکا ورسته هند دی چې څه باندې ۵.۸ میلیون کسان په کې په کرونا وبا اخته شوي او شاوخوا ۹۲زره نور مړه شوي دي. په برازیل کې بیا ۴.۶ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي او ۱۳۹زره نور مړه شوي دي.
































