په اوکراین کې د یوې پوځي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي دي. دا انتونوف ۲۶ ډوله الوتکه تېره ورځ د اوکراین په خارکوف سیمه کې لوېدلې ده. د اوکراین د هوايي چلند اداره وايي، الوتکې ۲۸ سپرلۍ لرلې خو تراوسه ۲۲ مړي او دوه ټپي کسان موندل شوي دي. دې ادارې ویلي چې د څلورو نورو کسانو د موندلو هڅې هم روانې دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ژغورنې ډلې د الوتکې له لوېدو سمدستي وروسته سیمې ته ورسېدلې او عملیات یې پیل کړل.
































