د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، هېواد یې افغانستان کې د سراسري اوربند ملاتړ کوي او په خبره یې، د افغانستان د روان بحران یوازینۍ حللاره خبرې دي. عمران خان د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت عمومي ناستې ته ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغان جګړه هیڅ نظامي حللاره نه لري او په وینا یې، له روان بحرانه د وتلو یوازینۍ لار خبرې اترې دي او دوی په دې برخه کې ډېره هڅه کړې ده او کوي یې. عمران خان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې مثبت رول لوبولی دی او قطر کې روانو بین الافغاني خبرو ته هم د دوی په همکارۍ لار هواره شوې او اوس افغان لوریو ته په کار ده چې له دې تاریخي فرصت څخه په استفادې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
































