د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اپریل په ٢٩مه نېټه په يوه خبري غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د جاپان له خوا د پاتې شویو کیمیاوي وسلو له منځه وړل د جاپان تاريخي، سياسي او قانوني مسؤليت دی.
سږ کال د جاپاني تيري پر وړاندې د چينایانو د مقاومت او د فاشيسزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. د روان کال د اپرېل ۲۹مه نېټه د کیمیاوي وسلو د مخنيوي قانون د نافذېدو له ۲۸مې کلیزې سره برابره ده. ویاند ګوه وويل، په چين کې د جاپاني يرغلګرو له خوا د کيمياوي وسلو پرېښودل يو له سختو جرمونو څخه دی چې پر چینایانو د تيرۍ په ترڅ کې یې ترسره کړي دي. د چین په همکارۍ سره، جاپان تر اوسه څه د پاسه ۱۵۰ زره کيمياوي وسلې کشف او تر لاسه کړې، څه د پاسه ۱۲۰ زره يې له منځه وړي دي. خو په ټولیز ډول، د جاپان د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پروسه لاهم ډېره وروسته پاتې ده. چين له جاپان څخه غوښتي چې په جدي توګه خپلې دندې پلې کړي او د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو بهير چټک کړي.
































