روغتیا وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۰۳ شکمنې پېښې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د شپږ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۹۲ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي او ۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۵۳ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۳۵ ته لوړ شوی دی.
































