د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په فلوریډا ایالت کې یوې غونډې ته خبرو کې تر ټاکنو وروسته له ایران او وینزویلا سره د توافق پر څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، هر څوک غواړي ستونزې یې په سولهییزه توګه حل شي خو په خبره یې، ایران او وینزویلا پر سوله باور نه لري. نوموړي زیاته کړې، دا دواړه هېوادونه د ده پر هغه خبره تېروتلي چې ویلي یې وو، دوه انتخابه لري یا خبرې او یا انتظار. ټرمپ څرګنده کړې، ایران او وینزویلا دواړو اشتباه کړې چې منتظر پاتې شوې دي ځکه دده په وینا، تر ټاکنو وروسته به د خبرو او هوکړې شرایط ورته ډېر سخت شي.
































