د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په اروپا کې د مني د موسم په راتګ سره د کرونا له امله ښايي د مړینې کچه لوړه شي. دغه سازمان اروپايي هېوادونو ته ویلي چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره باید روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او کرنټین مراعات کړي. بلخوا په امریکا کې هم د کرونا د دویمې او خطرناکې څپې د راتګ خبر ورکړل شوی دی. امریکايي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې ښایي دویمه څپه په ژمي او مني کې راشي او روغتیايي برخه به سخته وځپي. سرچینه کاږي چې ډېری روغتیایي مرکزونه به د کمو مالي امکاناتو له امله له سقوط سره مخ شي او ښایي کرونا ویروس په خپله دویمه څپه کې زرګونه امریکایان ووژني.
































