د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۹مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې په پار جوړ شوي رسم ګذشت کې د ګډون په ترڅ کې د ونزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو موروس سره لیدنه کړې.
شي جين پينګ په ياده ليدنه کې ويلي، چې چين او ونزويلا يو د بل اعتماد وړ او ګډ پرمختګ لرونکي ملګري دي. د هغه په خبره، هېواد به يې د پخوا په شان د ونزويلا د ملي حاکميت او د ټولنيز ثبات د ساتنې څخه کلک ملاتړ وکړي او هیله يې ښودلې، چې ورسره د حکومتي ادارې د تجربو تبادلې تر سره کړي او په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا نور ژورې کړي، څو د دواړو هېوادونو اړيکې لا پياوړې شي او خلکو ته نورې ګټې ورسول شي.
نيکولاس مادورو موروس ویلي، چې چين د ونزويلا ستر ملګری دی او هيله يې څرګنده کړې، چې له چين سره د هر فصل ستراتيژیکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي، د تجارت، انرژۍ، زراعت، ټېکنالوژۍ او تعلیم په برخو کې همکارۍ ژورې کړي او نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
































