عراق کې د صدر غوځښت رهبر مقتدی صدر وایي، هیڅکله به چا ته د عراق د استعمار اجازه ورنه کړي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، عراقیانو په تاریخ کې ثابته کړې ده چې هیڅکله یې چا ته سر نه دی ټیټ کړی او له دې وروسته هم اجازه نه ورکوي چې هېواد یې د شرقیانو یا غربیانو مستعمره اوسي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز په عراق کې پر سفارت خونو او ډیپلوماټیکو مراکزو د بریدونو د څېړنې خبره هم کړې چې د عراق لومړي وزیر یې هم ملاتړ کړی دی. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې عراق کې پر ډيپلوماټیکو مراکزو او سفارتونو پرلپسې برېدونه کېږي چې امریکا یې پړه پر ایران اچوي.
































