راپورونه وایي چې کراچۍ ته څېرمه د یاد ښار او حیدر اباد ترمنځ نوري اباد سیمه کې په یو موټر کې اورلګېدنې ۱۳ کسان مړه کړي دي. سیمهییزو چارواکو ویلي، په موټر کې ناڅاپي اورلګېدلی دی چې په پایله کې یې ۱۳ کسان مړه شوي دي. چارواکي زیاتوي، موټر کې ناست مسافر یو یې هم نه پېژندل کېږي ځکه د دوی په خبره ټول سوځېدلي دي. له دې پېښې یو ماشوم او یو موټرچلونکی روغ وتلي دي. موټر چلونکي ویلي، نه پوهېږي موټر یې څنګه اور اخیستی دی خو پولیسو زیاته کړې چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































