ولسمشر غني وایي، طالبان باید په دې پوه شي چې له کوم خاص ګروپ نه، بلکې ټولنې سره یې سروکار دی او نړۍ دې هم دا درک کړي، هغه خطر چې دوی یې افغانستان ته راوستل، لا هم نه دی دفع شوی. نوموړي دا خبرې له قطر څخه راستنو شویو خبریالانو سره لیدنه کې کړې دي. هغه زیاته کړې، هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی او د جمهوریت غېږ ډېره پراخه ده. نوموړي زیاته کړې، د ټکر مخنیوی هم د دوی موخه ده او هم یې ظرفیت لري. ولسمشر غني یو ځل بیا څرګنده کړې، سره له دې چې د سولې لاره سخته ده، مګر د سولې کړکۍ باید په دروازه بدله شي. د نوموړي په خبره، په نیمه لاره کې منتظر نشي پاتې کېدی او نه هم سوله چې د افغان ولس اساسي غوښتنه ده هېرولی شي.
































