د ځان بسیاینې په برخه کې د نمونوي معلولينو او له معلولينو سره رضاکاره مرسته کوونکو ستاينغونډه د مې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه هېواد کې له معلولينو سره د مرستې د ۳۵مې ملي ورځې په درشل کې د ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب هغو نمونوي معلولينو او له معلولينو سره مرسته کوونکو ډلو او اشخاصو ته، چې په ياده ستاينغونډه کې ستايل شوي، مبارکي وويله او د دغه هېواد ټولو معلولينو او کورنيو يې او د معلولينو د چارو لپاره کارکوونکو ته يې د دې ورځې په پار نيکې هيلې وړاندې کړې.
نوموړي وويل، معلولين د چين د عصري کېدو په هڅونه کې يو مهم ځواک دی او همدارنګه يوه ځانګړې ډله ده چې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري. په نوي سفر کې، موږ باید د معلولینو لپاره د ټولنیز امنیت سیسټم او د پاملرنې خدماتو سیسټم نور هم ښه کړو، د معلولینو مساوي حقونه او ګټې په مؤثره توګه خوندي کړو او د معلولینو مرستندويه چارو هراړخيز پرمختګ ته وده ورکړو.































