د چين او فرانسې لسم د لوړې کچې اقتصادي او مالي ډيالوګ د مې په ۱۵ مه په پاريس کې ترسره شو.
د دغه ډيالوګ مشري د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ او د فرانسې د اقتصاد، ماليې او صنايعو او ډيجيټلي حاکميت وزير لومبارډ په ګډه وکړه.
هه لي فنګ په دې ډیالوګ کې ویلي، سږ د چين او فرانسې د سياسي اړيکو ۶۰ مه کليزه ده او د چين دولت رئیس شي جين پينګ او د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو او همکاريو په ژورتيا مهمې موافقې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې چين غواړي له فرانسې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع ښه پلې کړي، په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي، د ورخلاصون او همکاريو پر اساس نړيوال اقتصادي او سوداګريز چاپیريال وساتي، خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته نوی خوځنده ځواک برابر کړي او د چين او اروپا ترمنځ د همکاریو لارښوونه وکړي څو نوې وده يې ومومي.
لومبارډ هم ویلي، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د اقليمي بدلون او نورو نړيوالو ننګونو په مقابله کې همکارۍ وکړي او له څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې هېواد به يې مساعد سوداګريز چاپيريال برابر کړي او هيله لري، چې لازياتې چيني تصدۍ په فرانسه کې پانګونې وکړي.































