د سنيګال ولسمشر باسيريو ديامايي فايي د مې په ۱۵مه نېټه په پلازمېنې ډاګار کې په دې هېواد کې د چین نوی سفير لي جي ګانګ د باورليک د منلو په ترڅ کې د خپل هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د چين له خدمتونو څخه مننه کړې او چين تر ټولو مهم ستراتيژيک همکار یې بللی دی.
ده ویلي چې غواړي له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.
په دغه هېواد کې د چین نوي سفیر لي جي ګانګ هم ويلي چې د تېر کال په سپتمبر کې د دواړو هېوادونو مشرانو په ګډه د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې مشري وکړه او د چين او سنيګال او د چين او افريقا ترمنځ د اړیکو د پرمختګ په هکله مهمو او ګډو نطريو ته رسېدلي دي. چين به د دغو ګډو نظريو په رڼا د دوه اړخيزو اړيکو د نوی پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
لي جي ګانګ د اپرېل په ۲۵مه نېټه ډاګار ته ورسېد او هلته يې د سفیر په توګه خپله نوې دنده پيل کړه.































