د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن د يو پلاوي په ګډون د کانونو په نندارتون کې د ګډون او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ايران ته سفر کړی دی. په کابل کې د ايران سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې بدري به د ايران له اړوندو چارواکو سره د ګډو اقتصادي همکاریو، پانګونې او د کانونو په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.
































