د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د پنځلسم پنځه کلن پلان د تدوین چارو د بشپړېدو هدایت کړی دی.
شي جين پينګ د پنځه کلنو پلانونو علمي جوړونه او دوامدار تطبيق په حکومتوالۍ کې د چين د کمونېست ګوند مهمه تجربه او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم مهمه سياسي وړتيا بللې او ويلي يې دي، چې د پنځلسم پنځه کلن پلان جوړونه او تطبيق د ګوند د شلم ملي کانګرس د ستراتيژيک مسير د پوره کولو او د چيني شکله عصري کېدو د تقويې لپاره مهم ارزښت لري.
شي جين پينګ غوښتنه کړې، چې د دغه پلان په جوړولو کې د ساينس، ډيموکراسۍ او قانون اصول عملي شي، په لوړه کچه او د خلکو د غوښتنو په رڼا کې طرحه، د پلټنو او څېړنو له لارې د استدلال چارې پياوړې شي، د بېلا بېلو برخو نظرونه تر لاسه شي، د مختلو طريقو له لارې نظريې او وړانديزونه او په کړنو کې د چارواکو او خلکو تازه تجربې راغونډې شي، تر څو په لوړ کيفيت د پلان د جوړولو کار تر سره شي.
۲۰۲۶م کال د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان د پيل کال دی او بېجينګ د دغه پلان د په جوړولو بوخت دی.































