د چين بېدو يا BDS سیسټم چې شرکت يې د نړۍ د سپوږمکيو لارښوونکي سیسټم د یوه مهم عرضه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو لخوا منل شوی، د ملکي هوايي چلند، سمندري چارو او مخابراتو په برخو کې د يوولسو نړيوالو سازمانونو د معياري توب په سيسټمونو کې شامل شوی دی او د پېژندنې لړۍ يې دوام لري.
تراوسه د نايجريا، ټونس او سينيګال په ګډون څه باندې ۳۰ افريقايي هېوادونو کې د BDS سیسټم سيګنال ترلاسه کوونکي سټېشنونه يا CORS سټېشنونه جوړ شوي دي.
































