(( د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين د سپوږمکيو د لارښوونکو چارو او د موقعيت خدماتي چارو د صنعتي پرمختګ سپين کتاب)) د مې په ۱۸مه نېټه خپور شوی.
په دې سپين کتاب کې راغلي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې د بېدو يا BDS سیسټم په مرکزيتوب د چين د سپوږمکيو د لارښوونکو چارو او د موقيت خدماتي چارو صنعتي ارزښت ۸/۵۷۵ ميليارډو يوانو ته رسېدلی او د وړم ۲۰۲۳م کال په پرتله يې ٪ ۳۹/۷ زياتوالی ښيي.
د ۲۰۲۴م کال تر پايه پورې د چين له لوري د سپوږمکيو د لارښوونکو چارو په اړه د امتيازي حق د غوښتلو عمومي شمېر له ۱۲۹ زرو څخه اوښتی دی او په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي.
































