د مې ۱۹مه په چين کې د سيلانۍ ملي ورځ ده. د دې ورځې په درشل کې د چين په مختلفو ځايونو کې رنګا رنګ په زړه پورې فعاليتونه او سيلانيانو ته د اسانتياوو د برابرولو په پار ډول ډول اقدامات ترسره کېږي.
د چين د سيلانۍ د سږني ملي ورځې منځپانګه پر دې سرليک ”د ښکليو غرونو او سيندونو ښايسته سيلونه“ ورټوله ده.
په چين کې په لومړي ځل د ۲۰۱۱م کال د مې په ۱۹مه نېټه د سيلانۍ ملي ورځ ولمانځل شوه او له همغه وخت راهيسې هر کال په همدې نېټې ياده ورځ لمانځل کېږي.
د چين سيلانيزو چارو له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې چټک پرمختګ موندلی او د لګښتونو داسې هڅونه یې شوې، چې د اقتصادي پرمختګ محرکه قوه او استحکام یې ترې څرګندېږي او د زياتو سيمو د پرمختيايي موډل بدلون يې پرمخ تللی دی.
د چين په لر او بر کې د روان کال د سیلانۍ ملي ورځې په مناسبت مياشتني فعاليتونه د اپريل په ۲۱مې نېټې پيل شوي، چې د مې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام ولري، په دغو فعاليتونو کې د خوړو، استوګنې، سفر، سیلانۍ، سودا، ساعتېرۍ او زده کړو په شمول مختلفې برخې شاملې دي او په ياده موده کې به خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو په پار کابو ۶ زره اقدامات او تدبيرونه پلي شي. د مثال په توګه، په ياده موده کې د چين په مختلفو ځايونو کې د ځانګړو خوړو نندارې او د خوندورو خوړو فيسټېوالونه جوړېږي؛ د دغه هېواد د کلتور او سيلانۍ وزارت د ريل پټلۍ له ملي ګروپ سره په ګډې همکارۍ په ۲۰۲۵م کال کې د سيلانۍ ۲ زره ځانګړي اورګاډي ترتيبوي او د کوپون په برابرولو سره د لا زياتو خلکو د سیلانۍ او ګرځېدو هڅونه کوي.
چين ته د راتلونکي سياحت تبليغاتي فعاليتونه هم د سيلانۍ د سږني ملي ورځې يوه مهمه برخه ده.
د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت به له اړوندو ادارو سره دغه هېواد ته د تګ لپاره بهرنيو سيلانيانو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، لا غوره سيلانيز پروګرامونه او توليدات به ورته چمتو کړي، په ټولې نړۍ کې به د هېواد د ”سلام چين! “د سيلانۍ هڅوونکي فعاليتونه ترسره کړي او کورنيو سيلانيزو چارو ته به دواملرونکی پرمختګ ورکړي.

له تېر کال راهيسې په ټولې نړۍ کې ”چين ته سفر“ پر موضوع پر له پسې بحثونه کېږي او له تصور ډېر سيلانيان دغه هېواد ته ورمات شوي دي. ډېرو بهرنيانو چين ته د خپلو سفرونو ستاينه کړې، دغه هېواد يې خوښ شوی او ښکلې خاطرې يې ترې وړې دي.
د چين سي ټريپ ”CTRIP“ پر خپلې وېبپاڼې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د کارګرو سږنۍ نړيوالې ورځې د رخصتيو په موده کې چين ته د بهرنيو سيلانيانو د سفرونو سپارښتنې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۰ سلنه زياتوالی ښيي او شانګهای، شېنجن، ګوانګجو، بېجينګ، چنګدو، چونګ چينګ، هانګجو، جوهای، شي ان او چينګداو د بهرنيو سيلانيانو تر ټولو ډېر د هرکلي وړ ښارونه ګرځېدلي دي.
دغه راز ښکلې طبيعي منظرې، ارزښتناک تاريخي اثار، په زړه پورې کلتوري تجربې، ښکلی ملکي ژوند او پرمختللي ټکنالوژۍ په چين کې د بهرنيانو مهم سيلانيز محتويات دي.
برسېره پر دې، له ويزې او تعرفې په معافيت سره مخ په زياتېدونکي بهرني سيلانيان د سودا لپاره شانګهای او يي وو ته ځي او د دوی په منځ کې اوس ”په چين کې د اوونيزې رخصتۍ تېرول“ ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
د چين د سيلانيزو چارو څېړنيز انسټيټوټ څېړونکي يانګ جين سونګ په دې اند دی، چې دغه هېواد ته د بهرنيانو راتلونکي سفرونه ”د دوو لوريو پرمختګ“ په حال کې دي. چين ته د بهرنيو سيلانيانو سفري موخې د لومړۍ کرښې له ښارونو نه د دوهمې او درېيمې کچې ښارونو ته غځېدلي او د بهرنيو سيلانيانو سرچېنې له اروپا او امريکا نه نويو سمسورو هېوادونو او په ځانګړې توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ اړوندو هېوادونو ته پراخې شوې دي.
د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت څو ورځې دمخه د ۲۰۲۵م کال د لومړۍ ربعې د سیلانۍ او سفر شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه موده کې د چينايانو کورني سفرونه ۱.۷۹۴ ميليارډو ځلو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۳۷۵ ميليونو ځلو په زياتېدو سره ۲۶.۴ سلنه زياتوالی مومي.
د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چينايانو سيلانيز لګښت له ۱.۸ ټريليونو نه اوښتی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ۲۸۰ ميليارډو يوانو په زياتېدو سره ۱۸.۶ سلنه زياتوالی ښيي.
دغه راز چين په ټوله نړۍ کې د کورنۍ سيلانۍ تر ټولو لوی بازار ګرځیدلی او د پرمختګ ستر بالقوه توان یې خپل کړی دی.
































