د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي پلاوي پر تګلاره خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکړې ده. د افغان مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري په تازه څرګندونو کې ویلي چې د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ تېره ورځ ناوخته بیا ناسته شوې ده او څو ساعته یې دوام کړی دی. نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي چې په غونډه کې پر کومه مسئله هوکړه شوې کنه، خو وایي چې پر اختلافي مواردو بحثونه شوي او دا خبرې به دوام کوي. د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ له شپاړسو ورځو راهیسې مذاکرات پیل شوي دي خو دوی تر دې دمه پر اجنډاوو د بحث لپاره د تګلارې پر ټاکلو نه دي بریالي شوي. بلخوا په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او هره ورځ مرګ ژوبله اخلي چې دې مسئلې د ولس اندېښنې ډېرې کړې دي.
































