د چین او امریکا مرکچي پلاویو څو ورځې وړاندې په سویس کې پر سوداګريزو جنجالونو خبرې وکړې او يوې نسبتاً ښې هوکړې ته سره ورسېدل. دواړو هېوادونو یو د بل پر تولیداتو تعرفې ټیټې کړي او د تعرفو جنجال د ارامېدو نښه یې ورکړې ده.
چین له امريکې سره په سوداګريز جنجال کې د خپلو حقونو د ساتلو په پار ټينګ دريځ غوره کړی او د نړیوالې ټولنې پراخې پاملرنې او ستاینې یې ترلاسه کړې دي.
چین لوی کورنی بازار او ډېر بهرني همکاران لري، د خلکو تقضا یې زیاته ده او اقتصاد یې د ننګونو پر وړاندې د مقابلې ښه وړتیا لري.
د چین د اقتصادي جوړښت اساس ته په کتو دغې پايلې ته رسېږو، چې دغه هېواد په تېرو لسګونو کلونو کې د اقتصادي جوړښت ژور اصلاحات ترسره کړي دي. چين پخوا د نړۍ فابریکه بلل کېده، خو اوس د ګردې نړۍ بازار بلل کېږي، ځکه یو اعشاریه څلور میلیارډه نفوس يې د لګښت بالقوه ځواک لري.
تېر کال په چين کې د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۴۸ اعشاریه ۸ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی ، چې دا د دغه هېواد د کورني تولید په اندازه کې ۴۴ اعشاریه ۵ سلنه جوړوي او اوسمهال يې دغه انډول له ۶۰ سلنې زیات دی.
د ګواګ دونګ د یوې فابریکې خاوند رسنيو ته ویلي، چې د امریکا له لوري يې سپارښتنې کمې شوي، خو د کورني بازار پر مټ یې فابریکه چلېږي.
اوسمهال د چین ۸۵ سلنه نړيوالې تصدۍ په کوردننه کاروبار لري او د توکو ۷۵ سلنه پلور په کورني بازار کې تر لاسه کوي.
د چین دولتي شورا د مې په ۱۵مې نېټې په یوه ناسته کې پر دې ټینګار کړی، په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت ترینګلی او بې ثباته دی، د چین د کورنۍ تقاضا د بازار حیاتي ځواک د بهرنیو ننګونو پر وړاندې قوي رول لوبولی شي.
برسیره پر دې، چین په نړۍ کې تر ټولو بشپړ صنعتي سیسټمونه هم لري.په ۲۰۲۳م کال کې د چین د نوې انرژۍ موټرو، لیتيم بیټريو او د لمريزې انرژۍ تولیداتو د صادراتو اندازه د ګردې نړۍ په ورته تولیداتو کې پنځوس سلنه ځای نيولی و.
بله خوا، د چین او خپلو د سوداګریزو شریکانو ترمنځ سیاسي باور مخ په پياوړي کېدو دی او د لوی پرمختیايي هېواد په توګه يې د سراسري جنوب ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ ډېرې هڅولې دي. چین له مسلسلو ۱۵ کلونو راهيسې د افریقا تر ټولو لوی سوداګریز همکار پاتې شوی او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو اتحاد هم په همدې مودې کې د چین د محصولاتو تر ټولو لوی شریک پاتې شوی دی.
امريکا د سږ په پیل د اضافي تعرفو تګلاره غوره کړه، چین د امریکايي زراعتي تولیداتو پر ځای د نورو هېوادونو د محصولاتو د واردولو په هڅه کې دی او د خپلو همکارانو قوی ملاتړ یې تر لاسه کړی. چين په تېر اپریل کې له برازیل سره د 2.4 میلیونو ټنو لوبیا تړون لاسلیک کړی او له ارجنټاین سره یې هم د لوبیا، جوارو او نباتي تیلو هوکړې لاسلیک کړې دي.
د امریکا د تعرفو تګلارې له منفي اغېزې سره سره، چین په تېر اپریل کې د بهرنۍ سوداګرۍ ښې لاسته راوړنې درلودې. په همدې میاشت کې امریکا ته د چیني محصولاتو صادرات د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۱ سلنه کم شوي ، خو د چین عمومي صادراتي اندازې ۸.۱ سلنه زیاتوالی موندلی، چې په دې جمله کې له امریکا پرته نورو هېوادونو ته یې صادرات ۱۳ سلنه زیات شوي دي.
سږ د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق د پای ته رسېدو اخري او د پنځلسم پنځه کلن پلان د چمتو کال دی. د چین کورنۍ تقاضا او د باور وړ بهرني شریکان د دې هېواد د دایمي ثابت پرمختګ بنسټ د ټينګېدو لپاره مهم رول لوبوي.
































