د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د چین یوشمېر غلاشوي لرغوني اثار بېرته دغه هېواد ته سپارل شوي دي.
دې ویلي، چې د ځه دان کو په نوم د چین د چو امپراطورۍ د ورېښمو قلمي نسخې په دې وروستیو کې د چین او امریکا ترمنځ د تاريخي اثارو د « بېرته ګرځولو» د همکارۍ له لارې چین ته سپارل شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د مې په ۱۹مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وویل، حقایقو ثابته کړې چې چین او امریکا کولی شي د مساواتو او درناوي پر بنسټ د خبرو اترو او همکارۍ څخه د دواړو په ګټه پایله ترلاسه کړي.
دغه نسخې په ۱۹۴۲ کال کې د چین د هو نان ولایت په چانګ شا ښار کې د چین د چو امپراطورۍ په ځه دان کو قبرستان کې پيدا شوې او په ۱۹۴۶کال کې په غیر قانوني توګه امریکا ته انتقال شوې دي.
































