د م م د یونیسکو د ۱۹۷۰ کال تړون یعنې « د کلتوري ملکیتونو د غیرقانوني وارداتو او صادراتو او د دغو ملکیتونو د غیرقانوني لیږد د مخنیوي تړون» د غړیو ۸مه غونډه د مې په ۱۹مه نېټه په پاریس کې پرانیستل شوه. چین د دې غونډې د رئیسه هېواد په توګه وټاکل شو. دا لومړی ځل دی چې چین د دې غونډې د رئیسه هېواد په توګه ټاکل کیږي.
په یونیسکو کې د چین استازې يانګ شين يو وويل، چين د کلتوري ملکیتونو له غیرقانوني قاچاق سره د مبارزې په نړیوالو همکاريو کې فعال ګډون لري او د کلتوري اثارو د غیرقانوني ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره له زیاتو هېوادونو سره حکومتي تړونونه لاسلیک کړي او د یونیسکو تر چوکاټ لاندې په اړوندو فعالیتونو کې په فعاله توګه برخه اخلي.
































