د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۰مه نېټه د بېوزلۍ د مخنيوي او دوامداره پرمختګ په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵م کال فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته په اشارې ويلي، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو مسئله په حقيقت کې د پرمختګ مسئله ده او شانګهای همکارۍ سازمان له تېرو څو کلونو راهيسې د بېوزلۍ د مخنيوي او دوامداره پرمختګ په برخه کې فعالې همکارۍ تر سره کړي او د ليدو وړ پايلې يې تر لاسه کړې دي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه هيله لري، چې له بېلا بېلو لورو سره د تګلارو په اړه تبادلې وکړي، د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې شريکې کړي، همکارۍ پياوړې کړي او په دې برخه کې له لا زیاتو هېوادونو سره مرستې وکړي، چې هغوی له خپلو حالاتو سره سم د بېوزلۍ د مخنيوي او دوامداره پرمختګ لارې پيدا کړي، څو د ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي فورم په همدې ورځ د چين د شاان شي ولايت په مرکز شي ان ښار کې پرانيستل شوی.
































