د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۹مه نېټه د هه نان ولايت په لوه يانګ ښار کې له اېل وای سي بلبرنګ ګروپ څخه ليدنه کړې. ده د بلبرنګ تولید له ځیرکې فابریکې څخه د لیدنې پرمهال بېلا بېل معلومات تر لاسه کړي، ځيرک توليدي کرښې يې کتلې او له کارکوونکو سره يې خبرې کړې.
شي جين پينګ د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره د چين دوامداره هڅه مناسبه لار بللې او ويلي يې دي، چې چين په تېره يوه زمانه کې له بهرنيو هېوادونو څخه د اورلګيت، صابون او فوﻻدي توکو په شمول د ډېرو توليداتو وارداتو ته اړتيا درلوده، خو صنعتي چارو ته د ودې له لارې يې په نړۍ کې د توليدوونکي صنعت هغه لومړی لوی هېواد ګرځېدلی، چې د بشپړو صنعتي سکټورونو خاوند دی. د هغه په خبره، دغه هېواد بايد صنعتي چارو ته دوامدار پرمختګ ورکړي، خپل توان پياوړی کړي او ګن شمېر بااستعداده کسان وروزي، څو د چیني شکله عصري کېدو موخه پوره شي.
































