د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له هه نان ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې هه نان ولايت بايد د نوې زمانې په نوي مزل کې د مرکزي سيمې د پرمختګ، د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي ساتنې او باکيفيته پرمختګ په اړه د ګوند د مرکزي کمېټې ستراتيژيک پلانونه عملي کړي، په هراړخيزه توګه دې اصلاحات او ورخلاصون پياوړی کړي، د عصري صنعتي سيسټم او يوه پياوړي کرهنيز ولايت د ابادولو لپاره دې هڅې وکړي، د ايکولوژيک چاپيريال ساتنه دې پياوړې کړي او کلتوري چارو ته دې وده ورکړي.
شي جين پينګ د مې له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د هه نان ولايت له لوه يانګ او جنګ جو ښارونو څخه ليدنه کړې.
شي جين پينګ د مې د ۲۰مې نېټې په سهار د هه نان ولايت د ګوندې کمېټې او حکومت کاري راپورونه اورېدلي، د هغوي برياليتوبونه يې ستايلي او د راتلونکو کارونو په اړه يې غوښتنې وړاندې کړي دي.
































