د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر اسلام اباد ته لاړ. د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ او په افغانستان کې به ددایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري. دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی دی او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې کول ښودل شوي دي. دا په وروستۍ لسیزه کې پاکستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړنی سفر ګڼل کېږي.
































