د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان کړی، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د مې له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې د چين او ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې مشري وکړي.
په دې غونډه کې به د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د فورم د مرسیتال سرمنشي یسالانایاسي، د کريبتي ولسمشر او بهرنيو چارو وزير تانيتي ماماو په شمول د ارام سمندر د ټاپوګانو يوولسو هغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او يا استازي ګډون وکړي چې له چین سره رسمي اړیکې لري.































