په امریکا کې یوې محکمې پر ټیک ټاک د امریکايي حکومت د بندیزونو مخنیوی کړی دی. د وروستیو راپورونو له مخې د امریکا د حکومت د فرمان له مخې باید تېره شپه ټيک ټاک له امریکایي وېباڼو او انټرنیټي پلورنځایونو حذف شوی وی، خو دغه کمپنۍ په واشنګټن کې یوې محکمې ته شکایت وکړ او د حکومت دا کار یې د امریکا د اساسي قانون خلاف عمل وباله. په همدې برخه کې د امریکا په واشنګټن کې یوې محکمې د ټیک ټاک په ګټه پرېکړه وکړه، د ټرمپ سپارښتنه یې غیر قانوني وبلله او پر انټرنیټي وېبپاڼو یې په امریکا کې د ټیک ټاک ډانلوډولو ته موقتي اجازه ورکړې ده. ټیک ټاک چینایي کمپنۍ ده چې په دې وروستیو کې ټرمپ ورباندې د غیر قانوني فشارونه راوستي دي او دې مسئلې د امریکا غبرګون پارولی دی.
































