روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا یوازې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۳۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي او کوم ناروغ بېرته روغ شوی نه دی. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا ۱ زر او ۴۵۵ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۶۴۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې، په هېواد کې اوسمهال د کرونا پنځه زره او ۱۳۶ پېښې فعالې دي.
































