د وروستیو معلوماتو له مخې اذربایجان تر دې دومه له ارمانیا اووه کلي نیولي دي. اذربایجاني حکومت ویلي دوی پیاوړي دي او ژر تر ژره به په ډېرو سیمو کې د ارمانیا نفوذ ختم کړي. بلخوا ترکیې ویلي چې په دې مسئله کې د اذربایجان تر څنګ ولاړ دي خو ایران بیا ویلي چې ددواړو لورو ترمنځ یې د منځګړیتوب هڅه پیل کړې څو دغه ناندرۍ پای ته ورسېږي. د دواړو لورو ترمنځ پرون جګړه پر سرحدي مسایلو نښتې ده. پرون د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې وې خو د نورې جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
































