په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو او د اروپایي ټولنې استازي اندریاس وان برنت له سیمه ییزو هېوادونو د افغان سولې د بشپړ او رښتینې ملاتړ غوښتنه کړې ده. د ناټو ملکي استازي پر خپل ټویټر اسلام اباد ته د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله سفر ته په اشارې لیکلي، پاکستان ته د عبدالله سفر هیله من کړی دی. هغه زیاته کړې، ناټو د افغان سولې پروسې برخه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ کوي او په ټولو سیمه ییزو فعالینو غږ کوي چې د افغانستان د اوږد مهاله ثبات ملاتړ وکړي. په ورته وخت کې اندریاس بیا ویلي، دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا غوښتونکي دي او هیله لري پاکستان ته د عبدالله سفر ښې پایلې ولري.
































