د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې تر اوسه پورې له امریکا سره نه خبرې کړې، نه یې کوي او نه هم کوم پلان لري. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې، امریکا تل د ځان ښودنې په موخه ورته څرګندونې کوي او وایي چې ګوندې ایران له دوی سره د خبرو په لټه کې دی خو په وینا یې دا څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري. نوموړي ویلي، ټرمپ په ورته څرګندونو سره غواړي راتلونکو ټاکنو کې د امریکایانو پام ځانته جلب کړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ځینې رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي وو چې ایران سره یې د درېیم هېواد له لارې د خبرو زمینه برابره کړې او لومړنۍ خبرې شوې هم دي.
































