د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د يکشنبې په ورځ (د مې ۲۵مه نېټه) د چين د سچوان ولايت په مرکز چنګدو ښار کې ” د اصلاحاتو ژورتيا، د پرمختګ لپاره نوې هڅې؛ پرانېستې ته پراختيا، د لا زيات پرمختګ بنسټ” په سرليک پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به دوام ولري.
په دغه نندارتون کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سیمو شاوخوا ۳ زرو تصديو ګډون کړی او خپل توليدات يې پلور او نندارې ته وړاندې کړې دي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د دغه نندارتون پرانېستونکو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او هيله يې پکې ښودلې، چې د نړۍ مختلف هېوادونه له ياد نندارتون څخه ګټې پورته او متقابل تفاهم، خپلمنځي دوستۍ او همکارۍ زياتې کړي، څواړخيز سوداګريز سیسټم او د نړيوالو اکمالاتي او صنعتي ځنځيرونو ثبات وساتي او د نړيوال اقتصاد سمسورتيا او پرمختګ ته خوځنده ځواک برابر کړي.
نوموړي ويلي، د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د لوړې کچې پرانیستې پراخولو، د سیمه ییزو تبادلو او همکاریو ژورولو او د عصري صنعتي نظام د جوړولو پر هڅو تمرکز لري.
د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د راکړې ورکړې د نوې پرمختیایي بڼې جوړښت ته وده ورکوي، د “یو کمربند، یوه لار” د لوړ کیفیت د ګډ جوړښت ملاتړ کوي او د نړۍ له هېوادونو سره د چین د لوېدیځې سیمې د پرمختګ فرصتونو د شریکولو لپاره اغېزناک پلیټفارم برابروي.
شي جین پینګ په پيغام کې ويلي، یووالی ګډ بریالیتوب رامنځته کوي او همکارۍ ګډ پرمختګ ته لاره هواروي او په ټکو يې، چين چمتو دی، چې د دغه نندارتون له لارې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره دوهاړخیز تفاهم، دوستۍ او همکارۍ نورې هم ژورې کړي.
نوموړي زياته کړې، چين به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د څو اړخیزو سوداګریزو نظامونو ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅې به وکړي چې د نړۍ صنعت تامین او د اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات روان بهير دوامدار وساتي او د نړۍ اقتصادي ودې او سوکالۍ ته به نوې انرژي ورکړي.
په دغه نړيوال نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو ګډونوالو مېلمنو او شخصيتونو د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام مهم او ارزښتناک ياد کړی او د نوموړي څرګندونې يې د ګډو ګټو يا د ګټې – ګټې همکاريو له زماني غوښتنو سره سمې بللې دي.
د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د پيل په مراسمو کې د ګڼو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د افغانستان د سرپرست حکومت بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي هم ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د اقتصادي همکاريو او د ګډو فرصتونو د پيدا کولو نمونوي ډګر بللی او ويلي يې دي چې دغه نندارتون به د چيني سوداګرو او پانګوالو او افغانستان ترمنځ د همکاريو پياوړتيا ته قيمتي فرصتونه برابر کړي.
د ده په خبره، لوېديځ چين د منځنۍ او جنوبي اسيا د پيوست او نښلولو تاريخي سيمه ده او افغانستان بیا د مختلفو هېوادونو، بازارونو او کلتورونو په څلورلارې کې پروت دی.
متقي ويلي، اوسمهال افغانستان د ثبات، امنيت او خپلواکۍ نوی باب پرانيستی دی. افغانان چې څو لسيزي یې جنګونه تجربه کړي، نن له نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاريو په هڅه کې دي او تمه لري چې په هېواد کې يې تلپاتې سوله، سمسورتيا او پرمختګ ترسره شي.
هغه ويلي: ”چين نه يوازې زمونږ ګاونډی هېواد، بلکې ځواکمن اقتصادي شريک هم دی. زمونږ په نظر، چين په کرنې، د زېربناوو په تاسيس او فني چارو کې خورا مهم رول لوبوي. مونږ ارمان لرو چې دواړه هېوادونه په يادو ساحو کې دايمي او ثابتې همکارۍ وساتي.“
متقي زياته کړې، اوس افغانستان له بهرنيو هېوادونو سره اقتصاد محوره متوازنې پاليسۍ پلې کوي او له ټولو هېوادونو سره مثبتو همکاریو او اقتصادي تګ راتګ ته ژمن دی او له سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
د چين لوېديځه سيمه د دغه هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ په چارو کې مهمه دنده او ونډه لري.
د لوېديځ چين نړيوال نندارتون په ۲۰۰۰م کال کې د سیمې د ستر پرمختګ د ملي ستراتيژۍ په رڼا کې پيل شوی دی.
دغه نړيوال نندارتون له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې پرله پسې پرمختګ کړی او د اصلاحاتو او ورخلاصون په څپې کې ورځ تر بلې د لوېديځ چين او نورو هېوادونو ترمنځ د پیوستون تار ګرځېدلی دی.
































