د چين صدراعظم لي چيانګ د مې د ۲۵ مې نېټې په ماسپښين په جاکارتا ښار کې په دغه هېواد کې د چيني تصديو ناستې ته په وينا کې هيله وښوده چې په اندونيزيا کې چيني تصدۍ په نړيواله صحنه کې زیات کارونه وکړي.
لي چيانګ په خپله وينا کې وويل، اوسمهال نړيوال اقتصادي او سوداګريز نظم له سختو ستونزو سره مخ دی، چين له خطرونو او ننګونو سره سره بيا هم باور او وړتيا لري، چې خپل اقتصاد ته دوامدار او مثبت پرمختګ ورکړي.
هغه وويل، چې چين به له زياتو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ وکړي، په نورو هېوادونو کې به د چيني تصديو د سوداګريزو چارو لپاره ښه چاپيريال جوړ کړي او د تګلارو په برخه کې به له تصديو څخه زيات ملاتړ وکړي.
په دغه ناسته کې د ګډون کوونکو تصديو استازو ويلي، چې د نړيوال اقتصادي او سوداګريز چاپيريال د ناڅرګندتياوو پر وړاندې به د زرغون اقتصاد او د تاسيساتو د نښلون په برخو کې د پانګونو همکارۍ تقويه کړي او کوښښونه به وکړي چې زياتې مشترکې ګټې ومومي.
































