د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د مې په ۲۵مه نېټه د دغه هېواد د سه چوان ولايت په چنګدو ښار کې پرانيستل شو.
د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال پنګ چينګ هوا د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست او رسماً يې نندارتون پرانيست.
د دغه نړيوال نندارتون د پيل په مراسمو کې د لاوس د خلکو انقلابي ګارډ د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم، او د هنګري د دولتي شورا دايمي مرستيال، د وانواتو مرستيال صدراعظم او ماليې وزیر او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست وزیر امير خان متقي ګډون کړی و.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د لوېديځ چين د شلم نړيوال نندارتون د پرانيستلو په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې هيله ښودلې، چې د مختلفو هېوادونو دوستان له ياد نندارتون څخه ګټې پورته او متقابل تفاهم زيات کړي، خپلمنځي دوستۍ او همکارۍ زياتې کړي، څواړخيز سوداګريز نظام او د نړيوالو اکمالاتي او صنعتي ځنځيرونو ثبات وساتي او د نړيوال اقتصاد سمسورتيا او پرمختګ ته محرکه قوه برابره کړي.
په دغه نړيوال نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو ګډونوالو مېلمنو او شخصيتونو د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام مهم او ارزښتناک بللی او په دې نظر دي چې د نوموړي څرګندونې د ګټې – ګټې همکاريو له زماني غوښتنې سره سمون لري.
دوی وویل، د لوېديځ چين د شلم نړيوال نندارتون ګډونوال بايد له دغه فرصت څخه په استفادې لا زيات همکاريز بالقوه توان پيدا او په ګډه او يووالي روښانه اينده اباده کړي.
د افغانستان د لنډمهالي حکومت خارجه وزیر امير خان متقي د لوېديځ چين شلم نړيوال نندارتون د پيل مراسمو ته وينا کړې او دغه نړيوال نندارتون يې د اقتصادي همکاريو او د ګډو فرصتونو د پيدا کولو نمونوي ډګر بللی او ويلي يې دي چې دا نندارتون به د چيني سوداګرو او پانګوالو او افغانستان ترمنځ د همکاريو پياوړتيا ته قيمتي فرصتونه برابر کړي.
د ده په خبره، لوېديځ چين د منځنۍ او جنوبي اسيا د پيوست او نښلولو تاريخي سيمه ده او افغانستان بیا د مختلفو هېوادونو، بازارونو او کلتورونو په څلورلارې کې پروت دی.
نوموړي ويلي، اوسمهال افغانستان د ثبات، امنيت او خپلواکۍ نوی باب پرانيستی دی. افغانان چې څو لسيزي یې جنګونه تجربه کړي، نن له نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاريو په هڅه کې دي او تمه لري چې په هېواد کې يې تلپاتې سوله، سمسورتيا او پرمختګ ترسره شي.
متقي زياته کړې، اوس افغانستان له بهرنيو هېوادونو سره اقتصاد محوره متوازنې پاليسۍ پلې کوي او له ټولو هېوادونو سره مثبتو همکاریو او اقتصادي تګ راتګ ته ژمن دی.
هغه ويلي: ”چين نه يوازې زموږ ګاونډی هېواد، بلکې ځواکمن اقتصادي شريک هم دی. زموږ په نظر، چين په کرنې، د زېربناوو په تاسيس او فني چارو کې خورا مهم رول لوبوي. موږ ارمان لرو چې دواړه هېوادونه په يادو ساحو کې دايمي او ثابتې همکارۍ وساتي.“
د ده په خبره، د افغانستان دروازه تل هغو سوداګرو او پانګوالو ته خلاصه ده چې غواړي په دې هېواد کې پانګونه او همکارۍ وکړي.
د چين لوېديځه سيمه د دغه هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ په چارو کې مهمه دنده او ونډه لري.
د لوېديځ چين نړيوال نندارتون په ۲۰۰۰م کال کې د سیمې د ستر پرمختګ د ملي ستراتيژۍ په رڼا کې پيل شوی دی.
دغه نړيوال نندارتون له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې پرله پسې پرمختګ کړی او د اصلاحاتو او ورخلاصون په څپې کې ورځ تر بلې د لوېديځ چين او نورو هېوادونو ترمنځ د وصل تار ګرځېدلی دی.































