د ۲۰۲۵ کال د چین د کلتوري ځواک د پياوړتیا په اړه سرمشریز فورم د مې په ۲۶مه نېټه د ګوانګ دونګ ولایت په شن جن ښار کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د مطبوعاتو وزير لي شو لې په دې فورم کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د ګوانګ دونګ ولايت د ګوندي کمېټې منشي هوانګ کون مينګ په دې فورم کې ګډون او وينا وکړه.

په فورم کې د مېلمنو په اند، د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې په هراړخیزه توګه د اصلاحاتو د لا ژوروالي لپاره ترتيبات نيولي او په څرګنده توګه يې د کلتوري نظامونو او ميکانيزمونو د اصلاحاتو د ژوروالي مهمه دنده ټاکلې ده. هغه وايي: موږ باید د غښتلي کلتوري هېواد د جوړولو هدف ته ورسیږو، خپلې دندې پلې کړو، د کلتوري نظامونو او ميکانيزمونو د اصلاحاتو بهیر چټک کړو، کلتوري تولیدي توان نور هم ازاد او پرمختګ ورکړو او کلتوري سوکالۍ ته وده ورکړو.
د یاد فورم اصلي موضوع د کلتوري نظامونو او ميکانيزمونو اصلاحات ژورېدل او د کلتوري نوښت هڅول دي.
































