د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د افريقايي هېوادونو له لوړ پوړيو ډيپلوماتانو سره وکتل او د “افريقا ورځ” يې په ګډه ولمانځله. په چین کې له۵۰ څخه زیاتو افریقایي هېوادونو سفیرانو یا لنډمهاله شارژدافیرانو او په چین کې د افریقا ليګ استازي په دې فعالیت کې ګډون وکړ.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، د نوې زمانې له پيل راهيسې، د چین دولت رئیس شي جين پينګ ۵ ځله افريقا ته سفر کړی او د افريقا په وړاندې يې دوستانه مفکوره وړاندې کړې او له ټولو افریقایي هېوادونو سره يې د چین دوه اړخیزې اړیکې د ستراتیژیکو اړیکو کچې ته لوړې کړې دي. هغه زیاته کړې چې د چین او افریقا اړیکې د تاریخ تر ټولو غوره پړاو ته داخلې شوې دي.
د افریقا لوړ پوړيو ډيپلوماتانو هم ویلي چې، افریقایي هېوادونه به د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار وکړي، په ګډه به د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول وساتي او د سراسري جنوب هېوادونو د ګډو ګټو دفاع به وکړي.
































