د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۲۸مه نېټه په خبري ناسته کې ویلي، چې بېجينګ به په امتحاني ډول د ۲۰۲۵م کال د جون له ۹مې نېټې څخه د ۲۰۲۶م کال د جون تر ۸مې نېټې پورې د سعودي عربستان، عمان، کويټ او بحرين اتباعو ته له وېزې پرته د سفر پالیسي عملي کړي.
خبر وايي، چې چين په دې وروستيو کې د اسيان – چين –خليج همکارۍ شورا د سرمشريزې پر مهال ياده پاليسي اعلان کړې ده. دا پاليسي د نوموړو ۴ هېوادونو معمولي پاسپورټ لرونکو ته له ويزې پرته د سوداګرۍ، سيلانۍ، له خپلوانو يا ملګرو سره د ليدنې او معاملو په فعاليتونو کې د ګډون يا نورو هېوادونو ته د سفر له امله له چين څخه د تېرېدو پرمهال په چين کې له ۳۰ ورځو کمې مودې د پاتې کېدو اجازه ورکوي.
































