د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين او د شانګهای د همکارۍ سازمان د مصنوعي ځيرکتیا د همکارۍ فورم د می په ۲۹مه نېټه په تيان جين ښار کې تر سره شو او پکې د چين او دغه سازمان د مصنوعي ځيرکتيا د کارونې او همکارۍ مرکز د ګډې ابادۍ لايحه هم وړاندې شوه.
د دې لايحې له مخې چين د یاد سازمان غړو هېوادونو ته بلنه ورکړې چې په ګډه دغه مرکز جوړ کړي او د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختيايي بنسټ د لا ټينګښت، د اړوندو خدمتونو د برابرولو، صنعتي همکارۍ د لا پياوړتيا او مستعدو کسانو د روزنې په شمول ځينو برخو کې د همکاريو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو اړوند هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا له کارونې څخه برخمن شي.
































