د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو په یوه تازه مرکه کې ویلي مرستندویه هېوادونه هغه وخت له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي چې په دغه هېواد کې د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي او د افغانستان لا پرمختګ ته لار هواره کړي. دده په خبره طالبان باید په دې پوه شي چې شل کاله مخکې ته تګ ناممکن دی او افغانان نور شاتګ نه خوښوي. د پانتیکورو په وینا ناټو د افغانستان د سولې ملاتړ کوي خو د هغه سولې چې په افغانستان کې د شلو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او د حکومت د پیاوړتیا او قوت سبب شي. هغه هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر یوې پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.
































