پاکستان د افغانانو له مخالفت سره سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د خپلو تاسیساتو جوړولو او پیاوړي کولو ته ادامه ورکړې ده. ایرو ایشیا رېویو لیکي پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه تاسیسات جوړوي او هڅه کوي پر دغه سیمه خپل کنټرول ډېر کړي. سرچینه لیکي سره له دې چې افغان حکومت د پاکستان د اقداماتو مخالف دی، خو پاکستاني لوري خپلو چارو ته ادامه ورکړې ده او ان په ځینو سیمو کې یې افغان خاوره هم لاندې کړې ده. په مقاله کې راځي چې دا فعالیتونه پاکستان ته ډېر وخت د سر په بیه تمام شوي دي او له ۲۰۱۳ کال راهیسې پر کرښه د فعالیتونو پر مهال دوه سوه پاکستاني عسکر په بیلو بریدونو کې وژل شوي دي. سره له دې چې ډیورنډ د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي کرښه نه ده، خو اسلام اباد د رسمي کرښې په سترګه ورته ګوري او په غیر قانوني توګه یې تاسیسات ورباندې جوړ کړي دي.
































