روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۷۹ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۵۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه کسان مړه شوي او ۱۰۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۵۸ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۷۴۶ ته لوړ شوی دی.
































