د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۰مه نېټه د کوريا جمهوريت له ولسمشر لي جاي ميونګ سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په يادو خبرو کې ويلي، چې چين او کوريا جمهوريت بايد خپلمنځي دوستي ښه ټينګه کړي، د دواړو هېوادونو د سټراتيژيکو همکاریزو اړیکو د پياوړتیا په موخه دې د ګډو ګټو لرونکو موخو د پرځایښت لپاره هڅې وکړي څو په دې توګه دواړو ملتونو ته نورې ګټې ورسوي او پېچلی سيمه ييز او نړيوال وضعيت ته ارامي راوړي.
لي جاي ميونګ د شي جين پينګ له ياد نظر سره موافقه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره دوستانه اړيکې پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ لا ژورې کړي څو لا زياتې همکاريزې لاسته راوړنې رامنځته شي.































