ارمنستان دعوه کړې ده چې ترکیې د سوریې د شمالي سیمو له لارې نږدې څلور زره جنګیالي نګورنو قرهباغ ته د جګړې لپاره استولي دي. په یاده سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسي د ارمنستاني او اذربایجاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. په روسیه کې د ارمنستان سفیر تور پورې کړی دی چې د اذربایجان تر ټولو ستر متحد ترکیې د سوریې له لارې نږدې څلور زره جنګیالي قرهباغ ته استولي دي. هغه زیاته کړې چې له سوریې څخه راغلي دغه جنګیالي اوسمهال په قره باغ کې جنګیږي.
































